ویل کېږی ښځه نیمه نړۍ ده،خو او روایت داسې بدلون موندلى “ښځه د انسانی نړۍ زېږونکې او روزونکې ده” همدا ښځه ده چې چې انسان نړۍ ته راوړی او روزی یېد ټولنې ښځینه قشر نه یوازې د زیږون او روزنې مسٶلیت بلکې په ټولنه کې د ټولنې پرمختګ لپاره نورټولنېز،اقتصادی،فرهنګی او سیاسی لری، ښځینه نه […]

ویل کېږی ښځه نیمه نړۍ ده،خو او روایت داسې بدلون موندلى “ښځه د انسانی نړۍ زېږونکې او روزونکې ده” همدا ښځه ده چې چې انسان نړۍ ته راوړی او روزی یېد ټولنې ښځینه قشر نه یوازې د زیږون او روزنې مسٶلیت بلکې په ټولنه کې د ټولنې پرمختګ لپاره نورټولنېز،اقتصادی،فرهنګی او سیاسی لری، ښځینه نه باید په خپلو مسولیتونو له ترسره کولو غافلې او نه باید په جبری توګه ترې منع شی.
ځکه هغو مسولیتونو کې د نارینه پشان حق لری چې د اسلام او بشری قوانینو په حدود کې د خپلو وړتیاوو سره سم دندې ترسره کړی.
په افغانستان کې د نورور سیاسی رژیمونو په پرتله په اوسنی جمهوری رژیم کې د ښځینه و تعلیم او کار ته ډېره پاملرنه شوې وه.
لکه د په مختلفودولتی او غیردولتی ادارتو(رسنیو،ښوونې او روزنې،اقتصادی،سیاسی،فرهنګی، ټولنیزې،خدماتی ادارو کې ښځې په کار او فعالیت بوختې وې آن د جمهوریت په وروستیو کې د ولسمشر فرمان صادر کړى و چې هره ولسوالۍ کې به ولسوال یوه ښځینه مرستیاله ولری؛ خو دجمهوریت سقوط او د طالبانو له لوری د حکومت نیولو سره سم ۹۷سلنه ښځې په جبری توګه له دندو څخه رخصت شوی او یا هم له دندې څخه جبراً منع شوی.
نه یوازې دا چې هغوى(ښځینه کارکوونکې)له دندو څخه رخصت شوی بلکې په شااو خوا
۳۰ولایتونو کې د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځی تړل شوی.
د ننګرهار پوهنتون د سیاسی علومو پوهنځی یوتن محصلې د خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل چې هغه ښځینه محصلنې چې د کمپیوټر،ساینس،زراعت،انجنیرۍ،حقوق او سیاسی علومو کې په درس ویلو بوختې وې د هیواد په راتلونکی کې ځان نه وینی او ناهیلی شوی.
آمننه عزیزی چې د خراسان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی کې یې درس وایه،د طالبانو د راتګ سره یې پوهنتون پرېښود.هغه وایی( ما پوهنتون تازه وخت پیل کړی وو یعنې لا کال یې نه پوره کېده، اول سمستر مې په ښه درجه پای کړو، دویم سمستر د پیل له دوه اوونیو وروسته کرونایی وضعیت له کبله قرنطین شو د قرنطین له خلاصېدو وړاندې طالبان راغلل.
کله چې ورو ورو ولایتونه سقوط کېدل زما زړه سم د خپلو زده کړو او راتلونکی لپاره اندېښنو ډوبولو.
کله چې په بشپړه توګه نظام ړنګ شو او واک طالبانو واخیست، ماته شوم، زړه او پښې مې نه تللې پوهنتون ته او بیا مې چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر ناهیلی کوونکې خبرې هم اورېدې، پوهنتون مې پرېښود، د طالبانو له راتګ سره په پوهنتون کې زموږ نجونو لپاره وضعیت ډېر بدل شوی وو، فضا ډېره بې باوره غوندې وه، ځکه نجونو اجازه نه لرله د پوهنتون د ادارې له رسمی مکتوب پرته له خپل ښوونکی سره ان درسی ستونزې شریکولو لپاره هم وګوری.

دا چې د نجونو د زده کړو او کار لپاره هېڅ تضمین نشته نو اراده نه لرم چې په هېواد دننه په لوړو زده کړو مصرف وکړم هغه هم چې طالبان بیا خپل مسلک کې د دندې اجازه را نه کړی.)
همداراز د ښځودحقونو د ملاتړ ادارې چې په ټول هیواد کې یې فعالیت کاوه ۹۹سلنه یې تړل شوی ځینی یې خلاصې دی خو فعالیت نه کوی.
(افغان ښځو ښیګڼی موسسې یو کارکوونکى حمدالله ستانکزى وایی چې د امارات راتګ ډیرې بدې پایلې ځان سره راوړې، بې کاری یې تر ټولو لوی ناورین دی چی د نارینوو په پرتله ښځی د اماراتو په راتګ سره ډیره قربانی شوې.
تشویش مو د خپل هیواد او هیواد والو د بی وسۍ لپاره دی چی اوس وخت کی هیڅ نه لری او هیڅ نشی کولاى.
تقریبا سل فیصده ښځی بی کاره دی، ډیر مشکلاتو سره خپله روز مره ژږند پرمخ وړی او تر ټولو غټ ناورین دا چی د ښځو تعلیم په ټپه ولاړ دی.)
د طالبانو له لورې د ښځینه کارکوونکو جبری ګوښه کېدل او منع کېدنه، اوپه مختلفو پلمو په ښځو باندې بندیزونو لږولوله امله ښځینه(کارکوونکې او محصلنې له ګڼواروایی،ټولنیزو او اقتصادی ستونزو سره مخ کړی. په دې هلکله په کابل کې ارواپوه شرف الدین عظمی وویل چې(کومې خویندې چې په پوهنتونونو کې کار کوی یا درس وایی په مجموع کې په ادارتو کې کار کوی له بده مرغه ددغو مراجعینو شمېر نن سبا زموږ (اواپوهانو)په کلینکونو کې ډېر شوى،د ژور خپګان،اضطراب،وسواس ناروغیو او په خوا کې د ناهیلۍ،پخپل نفس د ټیټ اعتماد،د راتلونکی په اړه خپګان،ناامیدۍ او ناراحتۍ د حس،د محدودیت،کنترول،راتلونکی کې ته د پلان او برنامې نه جوړول،له اهدافو لرې کیدلو او ورته نورو مشکلاتو باندې اخته شوی.
هغه وویل چې له بده مرغه دغه مشکلات ددې لامل ګرځی چې په کورنیو کې ورو ورو تاوتریخوالى پیدا شی،عقیدې او جنسی توپیرونه ډېر شی مثلاً ورور ښوونځی ته ځی خور نه ځی دا ورور سره هم جنجال جوړېږی او نورو نارینه و سره هم مشکل پېدا کوی او ترڅنګ یې دینی عقاید او فکری مسایلو ته یې هم زیان رسېږی،سټرس لاندې راځی د خداى او دین سره په جګړه کې کېوځی او کله کله هم د ځان وژنې افکار اواقدات هم متاسفانه شوی.)
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت لغوه شوى او د ښځینه کارکوونکو د فعالیت ساحه یوازې د طب، په ابتدایه ښوونځیو کې په استادۍ او پاسپورټ ریاست کې د امنیت برخې پورې محدوده شوې.چې یو شمېر ښځینه فعالانو په مختلفو ولایتونو کې د طالبانود بندیزونو پرضد لارینونو کې برخه اخیستې خو د طالبانو لخوا ځورورل شوی او وژل شوی.
څه موده مخکې طالبانو ویل وو چې د ښځینه و لپاره د کار او زده کړو لپاره د خوندی چاپیریال برابرولو وروسته به ښځو ته دکار او زده کړو اجازه ورکړی.