د کوزوو ولسمشر د زړورتیا مډال افغان میرمنو لاریون کوونکو ته ورکړ
د کوزوو ولسمشر د زړورتیا مډال افغان میرمنو لاریون کوونکو ته ورکړ
 سږکال د کوزوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د "سولې او امنیت لپاره د ښځو نړیواله شورا" تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان میرمنو ته ورکړل شو.

سږکال د کوزوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د “سولې او امنیت لپاره د ښځو نړیواله شورا” تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان میرمنو ته ورکړل شو.

مدینه دروازی او عارفه فاطمی، د بشری او ښځو د حقونو فعالینو د کوزوو د جمهور رئیس وجوسا عثمانی له خوا د هغو افغانو ښځو په استازیتوب چې د عدالت، د زده کړې حق او کار د حق په ګډون لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې یې مبارزه کړې، د زړورتیا مډال ترلاسه کړلې.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو دویمه نړیواله غونډه د دوشنبې په ورځ د وری په ۲۷مه د نړۍ له ۴۰ هېوادونو څخه د څه باندې ۸۰۰ استازو په ګډون او د کوزوو د ولسمشر په ګډون کې جوړه شوه.

راپور کاږی چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلری کلنټن، د سلوانیا او البانیا ولسمشرانو او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازو او مشهورو څېرو په څیر په فزیکی او انلاین ډول په غونډه کې کې ګډون کړی و.

د کوزوو د زړورتیا د ولسمشرۍ مډال تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې اوکراینی ښځو ته ورکړل شوی و، خو سږ کال د افغان ښځو د حقونو فعالانو ته ورکړل شو.

د کوزوو د زړورتیا مډال په داسې حال کې افغان مېرمنو ته ورکول کېږی، چې په تېرو دوو کلونو کې پر افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار د حق په ګډون د پام وړ محدودیتونه وضع شوی دی.

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس