خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیری وایی، افغان ښځې ملاتړ ته اړتیا لری او د بایډن حکومت باید قربانی نه کړی. امیری چې د پنجشنبې په ورځ د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې خبرې کولې وویل، له طالبانو سره په خبرو کې […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیری وایی، افغان ښځې ملاتړ ته اړتیا لری او د بایډن حکومت باید قربانی نه کړی.
امیری چې د پنجشنبې په ورځ د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې خبرې کولې وویل، له طالبانو سره په خبرو کې باید د بشری حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو موضوع د امریکا اساسی لومړیتوب وی.
مېرمن امیری چې دغې غونډې ته د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ځواب ویلو لپاره رابلل شوې وه، زیاته کړه چې امریکا باید له طالبانو سره د اړیکو د عادی کېدو ملاتړ ونه کړی.
هغه په دې برخه کې وویل: “موږ باید طالبانو ته دا روښانه کړو چې د امریکا لپاره بشری حقونه او د ښځو حقونه مهم دی.”
د آغلې امیری په وینا، سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د اقلیتونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ژمنې کړې، دې ډلې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه زیات کړی او زرګونه کسان له جدی ګواښ سره مخ دی.
په دې کتنه کې د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د اسلامی هېوادونو هڅې مهمې وبللې.
د هغه په وینا، د طالبانو تر سیوری لاندې د بشری حقونو د ساتنې لپاره مبارزه ستونزمنه شوې ده.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم په دې غونډه کې ویلی وو چې طالبان باید د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړی.
په ورته وخت کې طالبانو د افغانستان د بیا نیولو وروسته پر افغان ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولی دی.
طالبانو له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې کړی او د دې ترڅنګ له کوره بهر د ښځو کار کول هم د دې ډلې له خوا جرم ګڼل کېږی.
خبرگزاری زنان افغانستان