عبدالله عبدالله: اسراییلو ته د ایران ځواب د ایران له ملی حاکمیت څخه د سرغړونې په وړاندې، د دفاعی اقدام په سترګه ګورو
عبدالله عبدالله: اسراییلو ته د ایران ځواب د ایران له ملی حاکمیت څخه د سرغړونې په وړاندې، د دفاعی اقدام په سترګه ګورو
 د ایران لخوا پر اسرائیلو د ډرون او توغندیو بریدونو په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو بېلابېل غبرګونونه او نظرونه را پارولي دي.

د ایران لخوا پر اسرائیلو د ډرون او توغندیو بریدونو په افغانستان کې د لوړ پوړو چارواکو بېلابېل غبرګونونه او نظرونه را پارولی دی.

د افغانستان د حکومت پخوانی اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایی، په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید له نړیوالو قوانینو، د ډیپلوماتیکو خوندیتوب له نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو نورمونو سرغړونه ده. اسراییلو ته د ایران ځواب یو دفاعی اقدام او د ایران د ملی حاکمیت د نقض په وړاندې غبرګون ګڼل کیږی.

ښاغلی عبدالله د ایکس ټولنیزې مډیا له لارې په یوه پیغام کې ویلی: د اسرائیلو له خوا په غزه کې د بې ګناه خلکو پرله پسې بې رحمانه وژنې او قتل عام، د ماشومانو، ښځو، د نړیوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او د مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه ایزه او نړیواله کچه د جګړې، کړکیچ او تاوتریخوالی اصلی لامل دی.

هغه زیاته کړه د ایران اسلامی جمهوریت له ګاونډی افغانستان سره مذهبی، تاریخی او کلتوری اړیکې لری او دا مهال د میلیونونو افغانانو کوربه دی. د ایران پر وړاندې د اسراییلو هر ډول اقدام او د کړکېچ زیاتېدل به مستقیماً د افغانستان پر وضعیت اغېز وکړی او د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته به غیر متوقع او نامناسب پایلې ولری.

د افغانستان د پخوانی ولسمشر محمد اشرف غنی پخوانی مرستیال امرالله صالح ویلی، په دمشق کې د ایران هېواد پر سفارت چې د نړیوالو قوانینو له مخې د ایران خاوره ګڼل کېږی، د اسرائیلو له لوری د سرغړونې په اړه د ایران غبرګون مشروع حق، او د ایران لپاره د منلو وړ نه دی.

ښاغلی صالح زیاته کړه: ایران یو ستر ملت دی چې ژورې ریښې لری او ویاړلی تاریخی میراث لری، د داسې دولت-ملت چوپتیا په یقینی ډول د شرم وړ دی، برکتی دی هغو ملتونه چې په خپلو منځو کې یې خپل منځی اختلافات له منځه وړی او د خپلو جغرافیوی او معنوی پولو ساتنه یې کړې ده. د عمل جرئت او زړورتیا دواړه ښودل شوی، موږ هیله لرو چې دا جګړه نوره به پراخه نه شی.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ دوې اوونۍ وړاندې د اسرائیلو د برید په غبرګون کې ایران توغندیز بریدونه کړی دی. که څه هم ایرانی رسنۍ ادعا کوی چې ۱۵۰ توغندی د دوی ټاکلی هدفونه په نښه کړی، خو د اسرائیلو پوځ ویلی چې ډېری توغندی یې شنډ کړی دی.

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس