په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ښځو د رسنیو د مدافع ډلې د دریځ بیان
په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ښځو د رسنیو د مدافع ډلې د دریځ بیان
موږ، د ښځو د رسنیو د مدافعې ډلې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې د تل پاتې او وېروونکي وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګندوو. هغه ژور او نه جبران کیدونکی زیانونه چې د ټولنې نیمه برخه ته رسیږی غیر انسانی دی. موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره جدي او عملي اقدام وکړي.

د مارچ ۲۹، ۲۰۲۴

موږ، د ښځو د رسنیو د مدافعې ډلې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر وړاندې د تل پاتې او وېروونکی وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګندوو. هغه ژور او نه جبران کیدونکی زیانونه چې د ټولنې نیمه برخه ته رسیږی غیر انسانی دی. موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د دې وضعیت د مخنیوی لپاره جدی او عملی اقدام وکړی.

په تېرو دوو کلونو کې موږ د واکمنې ډلې له خوا د یو لړ غیر انسانی او ناوړه کړنو شاهدان یو چې ښځې یې تر پښو لاندې کړې او له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو یې بې برخې کړی دی. په دې کړنو کې د ښځو د حقونو او ازادۍ محدودول، د ښځو د فعالانو شکنجه کول او بندی کول، د ښځو مدنی اعتراضونه په وحشیانه توګه ودرول، په عامه ځایونو کې د ښځو ځورول او وېرول د هغوی د جامې پخاطر، او له ټولو ټولنیزو، کلتوری، اقتصادی او سیاسی برخو څخه د ښځو ګوښه کول شامل دی.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو داسې فرمانونه او حکمونه صادر کړی چې پر ښځو یې نور محدودیتونه لګولی دی. په دې کې د زده کړو، کار کول، سفر، د تفریحی ځایونو کارول، د جامو آزاد انتخاب، په رسنیو کې په عام لباس کې شتون او داسې نور ډیر بندیزونه او محرومیتونه شامل دی چې افغانستان یې د ښځو او نورو وګړو لپاره په زندان بدل کړی دی.

دغو محدودیتونو او د ښځو او نجونو د بشری حقونو څخه محرومیت دوی ته سخت او نه جبران کیدونکی زیانونه رسولی دی، چې په پایله کې یې د دوى ډېرو بنسټیزو حقونو او انسانی ژوند له لاسه وتلی دی. دغه وضعیت د دې لامل شوی چې افغانې ښځې او نجونې له سختو تاوتریخوالی او ظلم سره مخ شی، حتی له خپلو لومړنیو حقونو او آزادیو څخه بې برخې شوی دی.

ډیری میرمنې او نجونې چې د خپلو حقونو او آزادۍ لپاره یې مبارزه کوله اوس هم د طالبانو په زندانونو کې شپې سبا کوی. د بېلګې په توګه، منېژه صدیقی او ډېرې نورې مظاهرې کوونکی ښځې له میاشتو راهیسې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوې دی. په یوه تازه پېښه کې طالبانو په خپل سر ډول د یوې کورنۍ څلور غړی، چې درې خویندې او یو ورور یې په کې شامل دی، بندیان کړې دى او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړې چې دوه یې کم عمره نجونې دی.

د دې تر څنګ د طالب مشرانو وروستۍ څرګندونې د ژورې اندېښنې وړ دی. دا څرګندونې د ښځو پر وړاندې د طالبانو نور افراطیت په ګوته کوی، چې د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوی نشتوالی ښیی. دې کړنو د ښځو وضعیت نور هم خطرناک او کړکیچن کړی دی.

دې غمجن حالت ته په کتو، له رسنیو او نړیوالو بنسټونو هیله کوو چې د افغان ښځو وضعیت ته جدی او هر اړخیزه پاملرنه وکړی او د هغوی د حقونو د خوندیتوب او ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړی. همدارنګه موږ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کولو او د هغوی د وضعیت د لا خرابیدو د مخنیوی لپاره ژر تر ژره اغیزمن ګامونه پورته کړی. موږ پر ملګرو ملتونو غږ پورته کوو او په ځانګړې توګه له امنیت شورا څخه غوښتنه کوو، چې پر طالب مشرانو د مجازاتو او بندیزونو په پلی کولو سره عملی فشار راوړی او د خپل کړنو پخاطر د افغان ښځو او نور وګړیو په وړاندې هغوى ځواب ورکوونکی وګرځوی.