خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې طوفان د سترو مالی زیانونو سربیره یوه ښځه او یو ماشوم وژلی او یو بل ماشوم یې ټپی کړی دی. د”دوشنبه په ورځ د ثور ۲۵مه” ناوخته د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د طوفان له امله د یوه کور دیوال نړېدلی چې له امله یې یو […]
خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې طوفان د سترو مالی زیانونو سربیره یوه ښځه او یو ماشوم وژلی او یو بل ماشوم یې ټپی کړی دی.
د”دوشنبه په ورځ د ثور ۲۵مه” ناوخته د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د طوفان له امله د یوه کور دیوال نړېدلی چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ماشوم ټپی شوی دی.
د هغه په وینا، ټپی ماشوم د درملنې په موخه میرویس روغتون ته لېږدول شوى او تر درملنه لاندی ده.
دغه راز په کندهار کې د طالبانو د پېښو مدیریت هم وایی، چې طوفانی بادونو د خلکو د سولر تختې نړولې او د کورونو دېوالونه یې نړولی دی.
د تېرې ورځې طوفانونو نه یوازې په کندهار کې ځانی او مالی زیانونه اړولی، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم کرنیز حاصلات زیانمن کړی دی.
خبرگزاری زنان افغان