نن پنجشنبه د اسد ۲۷ په کنړ کې ولسي وګړو خپل دکاونونه او مارکیټونه په درې رنګه ملي بیرغ سینګار کړي چې هدف یې د هیواد ازادۍ یو سل او دریمه کلیزه نمانځل دي. د عیني شاهدانو په وینا طالبانو په ښار کې لګول شوي درې رنګه ملي بیرغونه بیرته غونډ کړي. مخکې هم طالبانو […]
نن پنجشنبه د اسد ۲۷ په کنړ کې ولسي وګړو خپل دکاونونه او مارکیټونه په درې رنګه ملي بیرغ سینګار کړي چې هدف یې د هیواد ازادۍ یو سل او دریمه کلیزه نمانځل دي.
د عیني شاهدانو په وینا طالبانو په ښار کې لګول شوي درې رنګه ملي بیرغونه بیرته غونډ کړي. مخکې هم طالبانو په ښکاره ډول د درې رنګه بیرغ مخنیوی کړی دی.
د طالبانو د واکمنیدو مخکې دا ورځ په په ملی احساس او جذبې نمانځل کیده خو سږ کال یې رنګ پیکه ښکاري.