خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش وایی، ښځې د بحران پر مهال د جندر پر بنسټ د تاوتریخوالی اصلی قربانیانې دی. د ملګرو ملتونو عمومی منشی دا خبره د جمعې په شپه د “مارچ په ۳۱ مه” په یوه ټویټ کې وکړه. ګوټریش لیکلی: “د بحران په وخت کې، ښځې او نجونې […]
خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش وایی، ښځې د بحران پر مهال د جندر پر بنسټ د تاوتریخوالی اصلی قربانیانې دی.
د ملګرو ملتونو عمومی منشی دا خبره د جمعې په شپه د “مارچ په ۳۱ مه” په یوه ټویټ کې وکړه.
ګوټریش لیکلی: “د بحران په وخت کې، ښځې او نجونې د ځانګړی زیانونو سره مخ دی، په شمول د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، جنسی استحصال او ناوړه ګټه اخیستنه.”
د ملګرو ملتونو سرمنشی ویلی دی چې د جنسیت برابری باید د ټولو هڅو په مرکز کې وی چې د بیړنیو پیښو څخه اغیزمن شوی خلکو سره مرسته وکړی.
ګوتریش په ټوله نړۍ کې د بشری حقونو د تحقق لپاره د مبارزې غږ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې او نجونې د زده کړې او کار د حق په ګډون له خپلو اساسی حقونو بې برخې شوې دی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#