طالبانو د سیاسی موخو لپاره د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی
طالبانو د سیاسی موخو لپاره د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی

د طالبانو له لوری پر نجونو د زده د بندیز له ۸۰۰ ډېرې ورځې کېږی چې له شپږم ټولګی پورته د ښوونځیو دروازې بندې او نجونې لا د دوی امر ته په تمه دی. ختیځ میشتی وایی، طالبانو بر نجونو د سیاسی موخو لپاره بندیزونه لګولی او د هېواد نیمه برخه یې په تیارو کې […]

د طالبانو له لوری پر نجونو د زده د بندیز له ۸۰۰ ډېرې ورځې کېږی چې له شپږم ټولګی پورته د ښوونځیو دروازې بندې او نجونې لا د دوی امر ته په تمه دی.

ختیځ میشتی وایی، طالبانو بر نجونو د سیاسی موخو لپاره بندیزونه لګولی او د هېواد نیمه برخه یې په تیارو کې ساتلې.

د ننګرهار اوسیدونکی اجمل خان وایی، طالبانو د خپلو نامالومو مشرانو په اشاره افغان نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړی دی.

هغه زیاتوی، زده کړې د نجونو او نارینه‌وو ګډ حق دی چې باید ورکړل شی ځکه نجونې هم د ټولنې د نورو وګړو په څېر د زده‌کړو او هوسا ژوند حق لری.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوی چې نور دې پر نجونو بندیزونه نه لګوی او د زده کړو زمینه دې ورته برابره کړی.

اجمل خان زیاتوی: (طالبان د خپلو موخو لپاره پر افغان نجونو بندیز لګولی، مونږ غوښتنه کوو چې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړی او نور دې خپل بندیزونه پای ته ورسوی که نجونې زده کړې ونه کړی نو هیواد به له ناوړه حالت سره مخ شی او دا د نجونو حق هم دی چې د نارینه وو په څیر زده کړې وکړی. »

د کونړ اوسیدونکی خالد شاه د طالبانو له لوری له زده‌کړو د نجونو منع کول غیرانسانی کړنه یادوی او وایی، نجونې هم حق لری چې د نارینه‌وو په څېر د خپل راتلوونکی برخلیک ټاکنه وکړی.

هغه پر طالبانو غږ کوی چې نور دې له نجونو سره له دښمنۍ پای ته ورسوی او اجازه دې ورکړی څو نجونې د ښوونځی له دورې نیولې تر پوهنتونه خپلې زده کړې بشپړې کړی او له دې لارې خپلو مشروعو موخو او هیلو ته ځان ورسوی.

خالد شاه زیاته کړه: (طالبانو ته په کار ده، چې له نجونو سره دښمنی پای ته ورسوی ځکه طالبانو تول بندیرونه پر نجونو لګولی او له مظلومو نجونو یې خپل انسانی او اسلامی حق اخېستی؛ نجونې هم د هلکانو په شان حق لری چې تعلیم وکړی، ارام ژوند وکړی او د تعلیم له لارې خپلو موخو ته ځان ورسوی او پر مټ یې د خپلې کورنۍ اقتصادی ملاتړ وکړی.)

د نوموړی په خبره د طالبانو په بندیرونو سره داسې نجونې هم وې چې د ښوونځی وروستی کال زده کړې یې کولې؛ خو د طالبانو له لوری له زده کړوڅخه د نجونو منع کولو یې هېلې له خاورو سره خاورې کړې چې اوس له سختې روانی ناروغۍ کړېږی.

د لغمان اوسیدونکی عبدالله چې خویندې یې د اتم، نهم او یوولسم ټولګیو زده کوونکې وې وایی، د طالبانو له لوری بر نجونو د زده کړو له بندیز وروسته یې خویندې له ښوونځی ایسارې شوی او د خپلې راتلوونکې په تړاو د اندېښنو له امله پر روانی ناروغۍ اخته شوې ده.

هغه اندیښنه لری او وایی، که طالبان د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې نه کړی؛ د نوموړی د خویندو په څېر به ګڼې ښځینه زده کوونکې له روانی ستونزو سره مخ او حتی د ځان وژنې پرېکړه به وکړی.

عبدالله زیاتوی (خویندې مې له کله چې له ښوونځی ایسارې شوی له روانی ستونزو سره مخ دی او خپل راتلوونکی تیاره ګوری، له طالبانو غواړو چې دوی ته د تعلیم اجازه ورکړی.)

که څه هم نړیوالو هم په ټینګار سره له طالبانو د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کړې خو طالبان په خپله پریکړه ټینګ ولاړ دی.

ختیځ میشتی داسې مهال د نجونو پر وړاندې ښوونځیو د تړلو دروازو د پرانیستلو غوښتنه کوی چې طالب چارواکو ویلی چې په دې برخه کې یې پر یوې طرحې کار روان کړی او له هغې وروسته به د اسلامی شریعت په چوکاټ کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونی زده کړو اجازه ورکړی خو تراوسه د نجونو په زده کړو د بندیز څخه د اته سوو(٨٠٠)ورځو په تېرېدو لا هم ددوى طرحه نده جوړه شوې او د نجونو پرخ د ښوونځیو ددروازو تړل لا هم ادامه لری.