په سمنګان ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول ووژل شو
په سمنګان ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول ووژل شو
په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوه ځوان د مرموز وژنې خبر ورکوی.

په سمنګان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو په دغه ولایت کې د یوه ځوان د مرموز وژنې خبر ورکوی.

سرچینې د پنجشنبې په ورځ (د وری په ۳۰مه) د افغانستان ښځو خبری اژانس ته خبر ورکړل چې د دغه ځوان نوم نصیراحمد و او مړى یى د ورى په ٢٨مه د ایبک ښار د دره زندان کلی په یوه باغ کې موندل شوى دى. نوموړی د نامعلومو کسانو له خوا په چړو ووهل شو. ویل کیږی چې نوموړی په سوداګرۍ بوخت و او د خپلې کورنۍ یوازینی زوی و.

تر اوسه د نوموړی د وژنې انګېزه او عاملین نه دی په ګوته شوی. وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا په تیره یوه اونۍ کې دریمه مرموزه وژنه ده چې د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې رامنځ ته کیږی.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې مرموزې وژنې ډېرې شوې دی.

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان